Germany

Research initiative for the project Start-up cash Plus

د StarthilfePlus تحقیقاتي پروژې چوکاټ کې، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) غواړي د بیرته ستنیدو ځای کې د نظر پوښتنې لپاره په کتبي ډول تاسې سره اړیکه ونیسي، ترڅو وکولی شي تاسې یو پوښتنلیک درولیږي. په نظر پوښتنه کې ګډون داوطلبانه دی (مهرباني وکړئ د معلوماتو پاڼه دلته وګورئ) . د دې لپاره موږ ستاسې څخه غوښتنه لرو چې خپل د بریښنالیک پته او د تلیفون هغه شمیره موږ ته راکړئ چې د آلمان څخه وتلو وروسته د هغوی له لارې تاسې ته لاسرسی شونی وي. د اړیکې معلوماتو ذخیره کولو او کارولو لپاره رضایت لیک د انصراف یا بدلون امکان هرکله شتون لري. مهرباني وکړئ خپله دوسیه کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) استازي سره اړیکه ونیسئ یا بریښنالیک ولیږئ: shpevaluation@iom.int.

لاندې بریښنالیک پته یا د تلیفون شمیره د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته لیږل کیږي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ستاسې بریښنالیک تاسې سره د اړیکې نیولو لپاره کاروي او د آلمان څخه وتلو شپږ میاشتې وروسته به تاسې ته پوښتنلیک درولیږي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ستاسې د اړیکې معلومات هیڅ دریم شخص ته نه انتقالوي.

د IOM او د BAMF تحقیقاتو مرکز په واسطه د ګدې تحقیقاتي طرحې هدف د StarthilfePlus برنامې د ښه کولو لپاره د قوت او ضعف ټکو ارزونه او د دې موضوع ارزونه هم ده چې تاسې د آلمان څخه راستنیدو شپږ میاشتې وروسته څنګه ژوند کوئ. دا پایلې د IOM او د تحقیقاتو مرکز یوه ګډه مقاله کې وړاندې کیږي. په انفرادي ډول موارد به ونه ارزول شي. ستاسې